ډېر لوستل شوي

کونړ کې د يوه ښوونځي د ودانۍ رغولو چارې پيل شوې

د پوهنې وزارت په کونړ ولايت کې د ۱۱ میليونه افغانيو په ارزښت د يوه ښوونځی د ودانۍ رغولو د چارو پيل خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن (يک‌شنبه، وږي۲۵مه) په خپل اېکس ليکلي، په دې تړاو مراسمو کې د کونړ ولایت د مقام مرستیال مولوي عبدالله حقاني، د پوهنې رييس مولوي محب الله حیدري، دیني عالمانو او د خلکو استازو ګډون کړی وو.

د ياد ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا، د دې ښوونځي په جوړېدو سره به د “زوړ کلي” ۳۳۰ ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره شي. په ورته مهال، د ياد کلي اوسېدونکو په خپله سیمه کې د ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د پوهنې وزارت له مشرتابه يې مننه او قدرداني کړې ده.

اړوند خبرونه