ډېر لوستل شوي

۳۵ زره مجاهدین پر تخنیکي زده کړو بوخت دي

په ټول هېواد ۳۵ زره مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زده کړې کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت ملت ته د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې ویلي، دمګړۍ په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۵ زره مجاهدین د زده کوونکي او د محصل په توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر زده کړو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال څه باندې ۲۰ زره تنه د دغې ادارې له ښوونیزو مرکزونو فارغ شوي او یوازې ۷۶۹ تنو ته یې په امارتي ادارو او زرګونه نورو ته یې په خصوصي سکټور کې کې د کار زمینه برابر شوې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په راپور کې همدا شان ویل شوي: دا لومړی ځل دی، چې یادې ادارې په هېواد کې د کډوالو او راستنو شویو هېوادوالو لپاره روزنیز پروګرامونه پلي کړي او په اړونده ښوونیزو مرکزونو کې یې د دوی د شاملېدو لایحې ته پراختیا ور کړې ده.

د نوموړې ادارې تخنیکي مرستیال مولوي غلام سعید احساس وویل: «دې ادارې دوه ریاستونه د تضمین کیفیت او د استادانو د ظرفیت لوړولو ریاست په نوم رامنځته کړي؛ تر څو په یاده اداره کې د کیفیت‌لوړونې برخه په جدي توګه تعقیب کړي.»

ښاغلي سعید زیاته کړه، چې په کابل کې د افغانستان ملي معیاري انسټیټیوټ رامنځته شوی او د یوه علمي او عملي پوهنتون د فعالولو هر اړخیزه طرحه هم چمتو شوې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کلني راپور پر بنسټ، په تېر یوه کال کې ۸ زره او ۱۵۰ تنو ته د حرفوي زده کړو لنډ مهاله پروګرامونه او ۱۰۰ تنو فارغانو ته د کار پنځونې ورکشاپونه دایر شوي دي.

چارواکو وویل، که څه هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره عایداتي نه ده، خو د تېر په پرتله یې په عوایدو کې دوه برابره زیاتوالی  راغلی، چې د دې ادارې د تېر کال عواید ۴ میلیونه افغانیو ته رسېږي. دغې ادارې تېر کال د خپل ستراتیژیک پلان په ګډون، اړوند ۷۰ تقنيني سندونه هم نهايي کړي دي.

د راپور له مخې، د دې ادارې د خدمتونو او کاري پروګرامونو د کیفیت او کمیت د ښه والي او د متخصص کاري ځواک د پیاوړتیا په موخه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو پنځه کلنه ستراتیژي منظور او تطبیق شوې ده.

راپور زیاته کړې، چې همدا شان د تېر یوه کال په موده کې ۶۳۳ کادري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اعلان او وړ کسان پرې ګومارل شوي دي.

مولوي غلام حیدر شهامت د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې د کلنيو لاسته راوړنو د راپور وړاندې کولو پر مهال زیاته کړه، چې تېر کال د افغانستان د غوره اختراعاتو او نوښتونو ملي نندارتون جوړ او د نوښتونو ۱۵۲ پروژې د تطبیق په موخه امارتي ادارو ته ور پېژندل شوي دي.

د دغې ادارې چارواکو وویل، چې د بېوزلۍ له منځه وړل او د ماهر کاري ځواک روزل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې بنسټیزې موخې دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د چارواکو په خبره، تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د هر کس د لاسرسي او ګډون زیاتوالی د شرایطو او د کار بازار سره سم د تخنیکي او مسلکي زده کړو کیفیت لوړول، پیاوړتیا، د اړیکو پراختیا او تلپاتې زده کړې د دغې ادارې د همیشنۍ هڅې دي.

د یادولو وړ ده، چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د مسلکي کاري ځواک په روزنه او پراختیا کې مهم رول لري او دا بشري پانګه له تخنیکي انکشاف، کارموندنې، بې وزلۍ کمولو او د هیواد له اقتصادي ودې سره مستقیمه اړیکه لري.

اړوند خبرونه