ډېر لوستل شوي

په هېواد کې د ۴۰۰ لرغونو سيمو علمي سروې شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سیمو علمي سروې شوې او ۳۷۱ لرغونې سیمې تثبیت او پېژندل شوي دي.

د ياد وزارت مسوولين وايي، په تېر کال کې شاوخوا ۹ زره بهرنیو او څه باندې ۹ میلیونه کورنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستيال مولوي حيات‌الله مهاجر فراهي وويل «تر اوسه ۶۲۰ خبریالانو ته د خبریالۍ کارتونه وېشل شوي، د یوټیوب چېنلونو لپاره کړنلاره نهايي شوې او د خبریالانو د صندوق کړنلاره هم چمتو شوې ده».

نوموړی زياتوي، چې په تېر يو کال کې د رسنیزو شکایتونو د څېړلو او اصلاح لپاره هر اړخیزه طرحه جوړه شوې ده.

دې وزارت په خپل راپور کې ويلي، د ټلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چېنلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې، چې په پایله کې یې د ټلویزیونو ۵۵، د راډیوګانو ۶۹ او د یوټیوب چېنلونو ۳۲۰ سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د اسلامي امارت له پالېسۍ سر سم اصلاح شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه، وږي۲۷مه) د حکومت د رسنيو مرکز کې د امارتي ادارو د تېرو يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په مهال کړې دي.

اړوند خبرونه