د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د امارتي ادارو د کلنیو لاسته راوړنو تشرېح په ترڅ کې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه مالومات ورکړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال قدرت اللّٰه جمال وویل، چې یاد وزارت د ګرځندوی صنعت ته په معیاري توګه د ودې ورکولو هوډ لري. جمال زیاته کړې، چې تېر کال د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ فعال شوی او اوسمهال ګڼ زدهکوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي.
ښاغلي جمال په خپلو خبرو کې ویلي: “تېر کال شاوخوا ۹ زره بهرنيو او څه باندې ۹ میلیونه کورنیو سيلانيانو د افغانستان له تفريحي او تاريخي سيمو څخه ليدنه کړې ده”.
د ورکړل شویو مالوماتو له مخې دغه راز، کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د لا ښو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د بېلابېلو ولایتونو په سیاحتي سیمو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو چارې هم دوام لري.
د قدرت الله جمال په وینا، د ګرځندوی صنعت په برخه کې ۳ زره شرکتونه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت دي، چې زرګونه کسانو ته یې په سیده او ناسیده ډول د کار زمینه برابر کړې ده.
د دې تر څنګ د تېر یو کال په موده کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ښوونې او روزنې ته د خدمت په اړه د دغه وزارت په راپور کې راغلي، چې شاوخوا یو نیم زر تنو ته یې د وړیا زده کړو زمینه برابر کړې. د دې وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد يونس راشد په دې اړه وویل: “له ۱۰۰ خصوصي پوهنتونونو، انسټيټيوټونو او ښوونيزو مرکزونو سره د شویو هوکړه ليکونو له مخې په مرکز او ولايتونو کې ۱۵۸۱ ځوانانو ته د وړيا او ۱۷ زره ۷۸۷ تنو ته په تخفيف د زده کړو زمينه برابره شوې ده”.
قاري راشد زیاته کړې، چې د هېواد په ۷ زونونو کي د فريلانسينګ(پرلیکه، ازاد کاروبار او د مهارت په بدل کې امتیاز ترلاسه کولو) پروګرام لپاره تخصصي ښوونکي روزل شوي دي.
نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې له نړيوالو ادارو سره په همغږۍ د ځوانانو د مسلکي زده کړو او ظرفيت لوړونې لپاره، ۱۸ ښوونیز مرکزونه رامنځته شوي، چې ۱۴ زره ځوانانو پکې زده کړې بشپړې کړي.
قاري محمد يونس راشد زیاته کړه، چې ځوانانو ته په ښوونيز، تحصيلي، مسلکي او حرفوي برخو کي د ظرفيت لوړونې او خدمتونو وړاندې کول، د کارموندنې او اقتصادي پياوړتيا په برخو کي روزنيز پروګرامونه جوړول او د ځوانانو د صورت او سيرت برابرولو او فکري اصلاح په برخو کي روزنيز سيمينارونه دايرول په تېر یوه کال کې د ځوانانو چارو معينيت نور مهم فعاليتونه دي.
بل لور ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتيق اللّٰه عزيزي د تاریخي اثارو د ساتنې په اړه وویل، تېر کال یې ۲ زره ۴۱۰ قلمه آثار، چې د بېلابېلو لرغونو دورو دي، ثبت او راجستر کړي دي.
نوموړي څرګنده کړه، چې په ياده موده کې همدارنګه د کابل په نړيوال هوایي ډګر او د ولایتونو په ګمرکونو کې د ۵۷ سکو په ګډون د ۴۱۶ قلمه تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوی شوی او ملي موزیم ته سپارل شوي.
مولوي عزیزي زیاته کړې: “په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سيمو علمي سروې ترسره شوې او ۳۷۱ لرغونې سیمې کشف شوې. ” ښاغلي عزیزي هغه اوازې هم بېځایه وبللې، چې ګوندې جام څلی له ویجاړېدو سره مخ دی. نوموړي ویلي، چې هنر او فرهنګ معاونیت غور ته پلاوی استولی و او د یاد څلي د خوندیتوب ډاډ یې څرګند کړی.
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو مرستیال مولوي حيات اللّٰه مهاجر فراهي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په تېر کال کې د رسنیزو شکایتونو د څېړلو او اصلاح لپاره هر اړخیزه طرحه جوړه شوې ده.
نوموړي وړاندې زیاته کړې: “همدارنګه د ټلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چېنلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې، چې په پایله کې یې د ټلویزیونو ۵۵، د راډیوګانو ۶۹ او د یوټیوب چېنلونو ۳۲۰ سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د اسلامي امارت له پالیسۍ سر سم اصلاح شوي دي”.
مولوي فراهي زیاتوي، چې تر اوسه ۶۲۰ خبریالانو ته د خبریالۍ کارتونه وېشل شوي، د یوټیوب چېنلونو لپاره کړنلاره وروستۍ او د خبریالانو د صندوق کړنلاره هم چمتو شوې ده.
د نشراتو مرستیال وویل، د بېلابېلو مسايلو په اړه ۶ مستند فلمونه جوړ او خپاره شوي، ۱۱ فلم نامې او سريالونه اصلاح او د انځورګرۍ، خطاطۍ، مینیاتورۍ او لاسي صنايعو ۲۰ نندارتونونه ترسره شوي دي. همدارنګه د باختر خبري اژانس، دولتي ورځپاڼو او بیهقي کتابتون د فعالیتونو د بډاینې او پیاوړتیا لپاره هم مهم ګامونه اخیستل شوي