ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې له ۱۵۱ بڼوالو سره د وسايلو مرسته شوې

د ننګرهار ولايت سيمه‌ييز مسوولين وايي، چې په دې ولايت کې له ۱۵۱ بڼوالو سره د بڼوالۍ د وسايلو مرسته شوې.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نن (چهارشنبه، وږي۲۸مه) په خپل اېکس کې د دې مرستو خبر ورکړی دی. د دې رياست مسوولين زياته‌کړې، چې يادې مرستې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په هڅو د “ډاکار” خيريه مؤسسې په تخنيکي او له نشه‌يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په مالي لګښت شوې دي.

اړوند خبرونه