د کورنيو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدين حقاني په پکتيا ولايت کې د ۳ نیم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د حضرت محمد “ص” په نوم د جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
د مسوولينو په خبره، چې دا جومات په مرکز ګردېز لوړپوړيزو ودانيو (بلندمنزل) سيمه کې جوړېږي.
ښاغلي حقاني په دې موخه جوړې شوې غونډې ته په وينا کې د جوماتونو آبادول د هر مسلمان دنده بللې.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست يادې غونډې ته په وينا کې د پکتیا زون د مجاهدينو او ولس قربانۍ وستایلې او زیاته یې کړه، چې د دې قربانیو په پایله کې اسلامي نظام او ټول هېواد کې د امن فضا رامنځته شوې، چې په خبره يې د سيمې د ابادۍ او پرمختګ پيل د الله ج په دې کور (جومات) جوړولو سره وشو. ويل کېږي، د دې جومات د رغولو چارې، چې د شاوخوا لسزره لمونځ کوونکو طرفيت به ولري، د درېيو کلنو په اوږدو کې به يې چارې بشپړې شي.