ډېر لوستل شوي

تاريخي اثارو ته پاملرنه؛ د لوی احمدشاه بابا د کور رغولو چارو کې ۸۰ سلنه پرمختګ شوی

کندهار کې مسوولين وايي، چې د لوی احمدشاه بابا د کور بيا رغولو چارې ۸۰ سلنه ترسره شوې دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په خپل رسمي اېکس پاڼه د دې تاريخي کور د بيا رغونې خبر ورکړی دی.

وړاندې راغلي، چې نن (دوشنبه، تلې۲مه) د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي انعام‌الله سمنګاني او د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند د لوی احمدشاه بابا د کور د بيا رغونې له چارو ليدنه کړې ده. د ياد کور د بيا رغونې کارونه د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري په مسلکي ډول ترسره کیږي، چې مسوولین يې د چارو د ارزوني په موخه وخت نا وخت څارنه او لیدنه کوي.

اړوند خبرونه