ډېر لوستل شوي

افغاني سره مياشت: په ميدان وردګو کې مو روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي

د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، چې د ګرځنده روغتیايي ټيم په مټ يې د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو سيمو کې ۶زره او ۳۷۱ ناروغانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

يادې ټولنې په خپل اېکس کې ليکلي، چې ۱زر او ۴۸۴ ناروغان معاينه او د درملنې په موخه بستر شوي، د زيږون اړوند د ۲۳۱ میندو معاينه شوي، ۶۳۶ ښځو او ماشومانو ته بېلابېل واکسینونه ورکړل شوي، ۲۴۸ ټپيان پانسمان شوي او ۸۰ میندو ته د روغتیاساتنې په پار عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. دې ټولنې وړاندې ويلي، چې په دې موده کې ۴۱۲ خوارځواکو ماشومانو ته هم ځانګړي خوراکي توکي برابر شوي دي.

اړوند خبرونه