د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت ویلي، د امریکا او نړیوالو له لورې شوې مرستې په عادلانه توګه وېشل کیږي او هېچا ته پکې د لاسوهنې اجازه نشته.
ښاغلی فطرت دغه راز زیاتوي، د شویو مرستو امنیت خوندي دی او د اسلامي امارت له لوري یې په پوره مانا څارنه کیږي. دا په داسې حال ده، چې تازه د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د دغه هېواد له مرستو ناوړه ګټه اخیستل کیږي.