ډېر لوستل شوي

خوست کې دوه تنه د جعل‌کارۍ په تور نيول شوي

د خوست ځايي مسوولين وايي، په دې ولایت کې یې د الخليج سياحتي شرکت رييس او دوه کارکوونکي د جعل‌کارۍ په تور نيولی دي.

د خوست ولايت مقام نن (چهارشنبه، تلې۴مه) په خپل اېکس ليکلي، چې پولیسو په خپلو څېړنو کې له دغه شرکت څخه پاکستان او اروپا ته د تګ راتګ جعلي پاسپورټونه او ټاپې ترلاسه کړي دي.

د مسوولينو په خبره، د دې شرکت فعالیت ځنډول شوی او تورن کسان تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي. خبر زیاتوي، تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم د دې شرکت دوه نور کارکوونکي هغه مهال د پولیسو له لوري نيول شوي، چې ۴ جعلي پاکستاني پاسپورټونه یې په بوټونو کې هوایي ډګر ته تېرول.

اړوند خبرونه