د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په خوست او هلمند ولايتونو کې يې ۱۳تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نيولي دي.
دې وزارت نن (چهارشنبه، تلې۴مه) په خپل اېکس ليکلي، چې له نشهيي توکو سره د مبارزې پوليسو د خوست په مرکز، صبريو او یعقوبيو والسوالیو کې ۱۲ تنه د نشهيي توکو د پلور په تور نيولي دي.
په ورته مهال، د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند ملاعزتالله حقاني هم د دې ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې له لس لېټره الکولي مشروباتو سره د يو تن نيولو خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت تر بيا ځلې واکمنېدو په ټول هېواد کې د نشهيي توکو په له منځه وړلو کې د پام وړ هڅې شوې دي.