د بغلان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې دې ولایت کې څارویو ته د پوستکي ناروغیو څخه د خوندیتوب واکسین لړۍ پیل شوې ده.
مسوولین وايي، د واکسینو دا لړۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اېف.اې.او) په همکارۍ په مرکز پلخمري او ولسوالیو کې پیل شوې. د دې ولایت مسوولینو وړاندې زیاته کړې، چې دا کمپاین د پلخمري په ګډون لسو ولسوالیو کې پلی شي. د بغلان مالداران هم د واکسین له دې کمپاینه خوښ بریښي. یو شمېر مالداران زیاتوي، که یې څاروي نه وای واکسین شوي، ګڼ شمېر به یې لمنځه تللي وای.