پرون د ملګرو ملتونو (۷۹)یمه ناسته په داسې حال کې پیل شوه، چې نه ورته د افغان حکومت کوم استازی وربلل شوی و او نه هم له دریو کلونو وروسته دې سازمان کې د افغان استازي پر منلو غور شوی دی.
یاده ناسته کې د شاوخوا ۱۹۰ هېوادونو استازو برخه اخیستې. باوجود ددې چې په دې ناسته کې به د افغانستان په تړاو بحثونه او پرېکړې کیږي؛ خو د افغان ملت او حکومت هېڅ استازی پکې نشته. دا په خپل ځان کې یو لوی تناقض او پاراډکس دی. په دې ناسته کې به د غزې روان کړکېچ، اوکراین ـ روسیې او پر نورو موضوعاتو بحثونه وشي.
وړاندې تر دې چې د دې غونډې پر پایلو او د افغان حکومت د نه بلنې په تړاو وغږېږو، لومړی د ملګرو ملتونو په سازمان کې د یوه هېواد د څوکۍ او هلته د یوه هېواد د استازي پر شتون لږه رڼا اچوو. ملګرو ملتونو کې د یوه هېواد څوکۍ لرل، په دې مانا، چې نړیوال مشروعیت شته، ځمکنۍ بشپړتیا، اقتصادي او سیاسي خپلواکۍ ته دې نړیوال درناوی کوي، په نړيوالو پرېکړو کې د ګډون حق دې شته، د نړيوالو شخړو په هواري کې مرسته، په نړيوالو اقتصادي او پرمختیايي پروژو کې ګډون، بشري حقونو ساتنه او ملاتړ، د نړيوالو بندیزونو او انزوا څخه مخنیوی، د هېوادونو تر منځ ډیپلوماټیک نښلون، نړیوالې سولې او امنیت برخو کې ونډه او نور هغه حقونه دي، چې په ملګرو ملتونو کې یې د یوه هېواد د استازي په شتون ترلاسه کېدلی شي.
د ملګرو ملتونو له لوري د یوه هېواد پر استازو بندیز، نه بلنه، تبعیضي چلند او نورې کړنې په هېڅ ډول له یاد سازمان سره نه ښیي.
ملګرو ملتونو کې د یوه هېواد د استازي نشتون نړۍ کې د اقلیمي بدلون د قضیو، د سولې خوندیتوب، بشري حقونه او نورو برخو کې د یوه لوی ملت بې برخلیکه کول او نه پوښتل دي. د ملګرو ملتونو له لوري ورته یواړخېزې پرېکړې د دې سازمان پر انصاف او بې پریوالي شکونه پیدا کوي. ورته کړنې دا په ډاګه کوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د څو زبرځواکونو د ګټو د خوندیتوب او د فرمایشونو د منښت په پار رامنځته شوی دی.
ملګري ملتونه که په واقعي ډول غواړي، افغانستان له نړۍ سره ښکېل کړي او د افغان ملت ستونزې واوري، باید ژر تر ژره د ملګرو ملتونو څوکۍ د اسلامي امارت استازو ته وسپاري. د ملګرو ملتونو له یو اړخیز چلند او پرېکړو څخه داسې ښکاري، چې دوی اصلا نه غواړي د افغانستان سیاسي او اقتصادي ستونزو ته حللاره ومومي.
د افغان ملت د استازي په نشتون کې به د ملګرو ملتونو او هره بله غونډه هېڅ ګټه ونه لري. یاد ورانپوهاوی کولی شي، چې د افغانستان او نړۍ واټن به لا ډېر کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمشریزې دویمه ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د حزب الله او صهیونست رژیم کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی. تازه حزب الله ادعا کړې، چې تل ابیب کې یې د دې هېواد د څارګرې ادارې (موساد) دفتر په نښه کړی. حزب الله موساد د دوی د مشرانو پر وژنې او د پېجرونو پر چاودنې تورنوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي وېره څرګنده کړې، چې ښایي لبنان هم د غزې پر برخلیک اخته شي. بل پلو، د امریکا ولسمشر په ډېرې مکارۍ او دوه مخۍ حزب الله د جګړې پیلوونکی بلل دی. د بایډن په خبره، حزب الله هغې جګړې ته راودانګل، چې د اسراییلو او حماس غورخنګ ترمنځ پېښه شوې وه. د دې سرمشریزې په دویمه ورځ د افغانستان په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو ګڼو هېوادونو پر لبنان د بریدونو د درونې او د دې اور د لمبو د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې.