د خوست ولايت وياند مستغفر ګربز وايی، چې په دې ولايت کې د ۴۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو يوه ذخيره ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
ګربز ويلي، چې د اوبو دغه ذخيره د کلیو د بيارغونې او پراختيا رياست په همغږۍ او د ناروې د کډوالو شورا (ان.ار.سي) مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولايت د قلندر ولسوالۍ اړوند په “ستر کوټ” سيمه کې ګټې اخېستنې ته سپارلې ده.
د نوموړي په خبره، له دې ذخيرې څخه به شاوخوا ۳۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. دا په داسې حال کې ده، چې د اوبو او انرژۍ وزات په دې وروستيو کې په ګڼو ولايتو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه ګڼې ذخيرې جوړې کړې دي.