ډېر لوستل شوي

افغاني سره مياشت: پکتيکا کې نارغانو ته روغتيایي خدمتونه وړاندې شوي

د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، چې په پکيتکا کې ۶۱زره او ۵۲ تنو ناروغانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

دې ټولنې نن (پنج‌شنبه، تلی۵مه) په خپل رسمي اېکس ليکلي، چې په تېره يو ماشت کې د ۶ ګرځنده روغتیایي ټیمونو او ۹ فرعي کلینیکونو پر مټ د پکتیکا ولايت په بېلابېلو سیمو کې یې د ۱۸زره ۱۶۰ تنو داخله ناروغانو معاینات او درملنه کړې ده.

د افغاني سرې مياشتې مسوولين وايي، چې په دې موده کې د زيږون اړوند ۱زرو ۳۴۹ ميندې معاينه شوي، ۱۷زره ۴۲۴ مېرمنو او ماشومانو ته واکسینونه تطبیق شوي، ۳۰۶ ټپیان پانسمان شوي او د ۵۸۷ میندو سربېره ۲زره او ۹۹ تنه نورو ته د روغتیاساتنې په پارعامه پوهاوی ورکړل شوی دی. دې ټولنې وړاندې ويلي، چې پر ۳زره او ۱۲۷ خوارځواکو ماشومانو یې ځانګړي خوراکي توکو هم وېشلي دي.

اړوند خبرونه