د هلمند ولايت ځايي مسوولين وايي، چې “هاس” مؤسسې په دې ولايت کې د نهه ښوونځيو د بنسټ ډبره کېښوده.
په هلمند کې د يادې مؤسسې ځايي مسوولينو ويلي، چې دغه ښوونځي د یونیسف په مالي ملاتړ د څه باندې ۷۱ میلیون افغانیوپه لګښت جوړیږي. د يادولو ده، چې په دې وروستيو کې “هاس” مؤسسې د پوهنې وزارت په همغږۍ او د يونیسف په مالي ملاتړ د هېواد په يو شمېر نورو ولايتو کې هم نوي ښوونځي جوړ کړي دي.