د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې ددې ولایت په خاکرېز، ژړۍ، میوند او لوړ شاولیکوټ ولسوالیو کې د سولې بنسټ په مرسته پر سلګونو بڼوالو د حاصلاتو د راټولونې اړین وسایل وېشل شوي دي.
دا اړینې وسیلې د یادو څلورو ولسوالیو پر ۳۶۲ بڼوالو وېشل شوي دي. په یاده مرسته کې هر بڼوالو ته یوه المونیمي زینه، د حاصل راټولولو لپاره یوه بسته او پینځه جوړه پلاستیکي جامې شاملې وې.