د سمنګانو د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې سږکال د تېرکال په پرتله دې ولایت کې د غنمو حاصلات ۶۰ سلنه ډېر شوي دي.
د دې ولایت مسوولینو وړاندې ویلي، سږکال د مرکز ایبک په ګډون نږدې ټولو ولسوالیو کې پر څه باندې ۲۱۲ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې شاوخوا ۱۰۸ زره ټنه غنم ترې ترلاسه شوي. دا په داسې حال کې ده، چې پروسږکال د دې غنمو نیمایي هم نه و راټول شوي.
ولایتي مسوولین د اصلاح شویو تخمونو ورکړه، کرنې برخه کې پوهاوی، ورښتونه او نور د غنمو د زیاتوالي اصلي لاملونه یادوي.