د کورنيو چار وزارت وايي، چې د خليفه سراجالدين حقاني د حکم له مخې څاهګانو ته د ماشومانو د لوېدو د مخنيوي په موخه يوه کمیټه جوړه شوې.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دغه کمیټه به ولايتونه ته د څاهګانو د څارنې په پار سفرونه کوي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د څاهګانو مالکين دې د پاملرنې په موخه د کېندل شويو څاهګانو سرونه پوښ کړي. دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د هېواد په يو شمېر سيمو کې څاهګانو ته د ماشومانو لوېدنې زړه بوږنونکي پېښې رامنځته کېږي.