ډېر لوستل شوي

نن پر ما سبا پر تا؛ پاشل شوې اسلامي نړۍ

د ګوتو په شمېر ورځو وروسته به د صهیونستانو د هغو مظالمو څخه یو کال واوړي، چې د بشر په تاریخ کې هېڅکله نه دي ترسره شوي. د ځمکې پر سر د انسانانو تر ډېرېدو، تیتېدو او پراخېدو زرګونه کلونه اوړي او په دې زرګونو کلونو کې انسانانو یوازې څو لسیزې په سوله کې ژوند کړی؛ خو په تېرو جګړه ییزو کلونو کې هېڅ ملت داسې تراژیدي نه ده لیدلې، لکه اوس یې چې نړۍ د صهیونستانو له لاسونو ویني. دا لومړی ځل دی، چې پرته له دلیله د زرګونو انسانانو عام وژنه کېږي او نړۍ یې ددې پر ځای چې لاس لنډ کړي، مرسته کوي.
څو ورځې وروسته د (طوفان الاقصی) د علمیاتو لومړنۍ کالیزه پوره کیږي، خو لا هم د صهیونستانو تېري پای ته نه‌رسېدونکي ښکاري. په دغه یوه کال کې صهیونستانو شاوخوا ۱۵۰ زره انسانان شهیدان او ټپیان کړل. همدارنګه په دې نږدې یو کال کې یو نیم میلیون انسانان بې کوره شوي.
صهیونستان، پرته له دې چې کوم دیني، انساني او بشري اصل ته غاړه کېږدي؛ ورځ په ورځ سیمه کې خپل وحشت پراخوي. صهیونستان پرون په لبنان ننوتي او په یوه شپه او ورځ کې یې ۳۰۰ تنه ټپیان او یا له تېغه تېر کړل. دا له فلسطین وروسته دویم هېواد دی، چې صهیونستان پکې ځمکني عملیات پیلوي. تر دې وړاندې دغه رژیم د سیمو په ګڼو هېوادونو کې د دوی په اصطلاح خپل هدفونه په نښه کړي وو. د لبنان لومړي وزیر دې خاورې ته د صهیونستانو تر ننوتو یوازې څو ساعته وروسته د ملګرو ملتونو ۷۹یمې سرمشریزه کې وویل، چې هېواد یې د تاریخ تر ټولو خطرناکې او وېروونکې شېبې تجربه کوي. موږ په تېره شننه(سیمه د دیو په منګولو کې) ویلي و، چې امریکا او متحدین یې په سیمه کې د خپلې نقشې د پلې کېدو په تکل او هڅه کې دي.
که په لنډو ټکو کې ووایو، تر څو چې اسلامي نړۍ یو لاس نه شي، صهیونست رژیم ونه ګواښي، غوڅې پرېکړې ونه کړي، له اسراییلو سره هر ډول پرېکون اعلان نه کړي، د صهیونستانو ملاتړي هېوادونه خپلو تېروتنو او تېریو ته متوجه نه کړي؛ نو دغه داستان تکرارېدونکی دی. دغه دربدرۍ که وړمه ورخ پر فلسطین تېریدې، پرون د لبنان وار و، سبا د عراق او… .
وبه ګورو، چې اسلامي نړۍ د سبا ورځې تاریخ ته څه پرېږدي او د تاریخ دغه تور داغ څنګه له خپلو لمنو پاکولی شي. د پښتو د ستر شاعر او حکیم خوشال خان خټک په خبره:
ولسونه چې سند وبله وکا
بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار

اړوند خبرونه