له نشهیې توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې مرستيال مولوي عبدالحق همکار د افغانستان لپاره د ترکيې د همکاريو د ادارې له همغږي کوونکي، فاضل اګين اردوغان سره کتلي دي.
ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو له نشهيي توکو سره د مبارزې، بزګرانو ته د بديل کښت او د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ په اړه خبرې کړئ دي. د کورنيو چارو وزارت د وياند مفتي عبدالمتين قانع په خبره، ښاغلي اردوغان په يادو برخو کې د همکاريو ژمنه کړې.