ډېر لوستل شوي

هلمند کې له ۶۴۰ اړمنو کورنيو سره مرسته شوې

د هلمند د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست د همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ د دې ولايت په بغني ولسوالۍ کې له ۶۴۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې.

د ځایي مسوولينو په خبره، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ کیلو غوړي، ۶.۵ کېلو دال، ۶ کیلو مالګه، ۳ کیلو د تقویې مواد او ۱.۵ کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي خوراکي توکي وېشلي دي. د يادولو ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر مرستندويه ادارو د هلمند د کجکي ولسوالۍ په ګندم‌ريز بازار کې له ۸۲ اړمنو او بې‌ځایه شويو کورنيو سره نغدي، خوراکي او د غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.

اړوند خبرونه