ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبير: ګاونډي هېوادونه دې د افغان سوداګرو له ځورونې لاس واخلي

د رياست‌الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د افغانستان د وچې مېوې له يو شمېر سوداګرو سره په ناسته کې ويلي، چې ګاونډي هېوادونه دې د افغان سوداګرو له ځورونې لاس واخلي.

ارګ نن (پنج‌شنبه، تلې۱۲مه) په خپل اېکس د سياسي مرستيال د ناستې خبر ورکړی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې ښاغلی مولوي عبدالکبير زياته کړې، چې ګاونډي هېوادونه بايد د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو له جوړولو لاس واخلي او د دوه اړخېزه سوداګرۍ د ودې لپاره دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د يادولو ده، چې سياسي مرستيال په دې ناسته کې د افغانستان د وچو مېوو له سوداګرو سره د هند او پاکستان ويزو په ورکړه کې د اسانتياوو په برابرولو او د اسلامي امارت د پاليسي له مخې په دې برخه کې سوداګرو ته د ځمکو د ځانګړي کولو ژمنه هم کړې ده.

اړوند خبرونه