ډېر لوستل شوي

د بېلابېلو جنايي جرمونو به تور ۱۷ تنه نيول شوي

د کورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په څلورو ولايتو کې یې د غلا، وژنې، قمار او اخلاقي فساد په تور ۱۷ تنه نيولي دي.

د ياد وزارت مسوولينو ويلي، چې پر درې وسله‌والو غلو سربېره یې په بلخ کې شپږ تنه د قمار په تړاو، په خوست کې درې تنه حرفوي غله ، په بدخشان کې د يوه موټر چلوونکي د وژلو په تور د يوې ښځې په ګډون درې تنه او په سمنګانو کې یې د اخلاقي فساد په تور دوه کسان نيولي دي. د يادولو ده، چې تېره ورځ هم د خوست ولايت امنيتي ځواکونو يوه څلور کسيزه ډله د قتل په موخه هدف ته له رسېدو وړاندې نيولې وه.

اړوند خبرونه