ډېر لوستل شوي

بيجينګ کې مېشتو افغانانو ته دې د خدمتونو په برابرولو کې لا هڅې وشي

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په چين کې د افغانستان له سفير اسدالله بلال کريمي سره په کتنه کې ويلي، چې د دې سفارت مسوولين دې مېشتو افغانانو ته د خدمتونو په برابرولو کې هڅې وکړي.

ارګ تېر ماښام (جمعه، تلې۱۳مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي حنفي په دې ليدنه کې د کابل او بيجينګ اړيکي تاريخي، فرهنګي او اقتصادي بللې دي. د ويلو ده، چې رياست‌الوزراء اداري مرستيال په چين کې د افغانستان سفارت کړنې ستایلې او له دې هېواد سره يې د اړيکو په لا پراختيا ټينګار کړی دی.

اړوند خبرونه