ډېر لوستل شوي

سرګي لاوروف: د افغانستان کنګل شوې شتمني دې خلاصه شي

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست مولوي امير خان متقي د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د روسيي بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره کتلي دي.

د ياد وزارت د مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل په خپل ایکس ليکلي، چې په دې ناسته کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان کنګل شوې شتمنې په خلاصون ټينګار کړی او ويلي دي، چې له افغانستان سره تعامل باید له نورو مسائلو سره ونه تړل شي.

د ښاغلي تکل په خبره، په دې ناسته کې ښاغلي متقي د دواړو لوريو د اړيکو د کچې په لوړولو تينګار کړی او ويلي دي، چې په افغانستان کې د ډاډمن امنيت په ټينګېدو سره د پانګونې ښه فرصت برابر شوی دی.

اړوند خبرونه