د کابل امنيه قومانداني وايي، چې د لسمې حوزې پوليسو درې تنه غله نيولي دي.
دې قوماندانۍ نن (شنبه، تلې۱۴مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د درې تنو غلو د نيولو خبر ورکړی دی.
د مسوولينو په خبره، له دې ډلې يو تن يې د نغدو پيسو، يوتن يې د مبايلونو او بل يې له کورونو څخه د توکو د غلا کولو په قضيه کې نيول شوي دي. د يادولو ده، چې د کابل امنيه قوماندانۍ ځواکونو وړمه ورځ هم يو تن د خپل نږدې ملګري د وژنې په تور نيولی و.