ډېر لوستل شوي

د مسکو فارمټ ناستې

د مسکو فارمټ د ناستو بهیر ډېر پخوانی نه دی. دا ناستې افغانستان کې د ملي پوخلاینې، سولې منځته راتلو او د اسلامي امارت د ښکېلتیا په موخه رامنځته شوې. مسکو دا ناستې هغه مهال پیل کړې، چې اسلامي امارت له هر اړخه ډېرې لاسته راوړنې لرلې او ځان یې ددې جوګه کړی و چې په نړیوالو ناستو کې دې ورته د یوه مهم ګډونکوونکي ځواک په توګه وکتل شي. د مسکو فارمټ ناستو هغه مهال لا اهمیت خپل کړ، چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتنې ګنګوسې اورېدل کېدې. مسکو فارمټ ناستې له نن څخه اووه کاله وړاندې(۲۰۱۷)زېږدیز کال کې پیل شوې، چې اسلامي امارت غړو د لومړۍغونډې نیولې، ټولو کې فعاله ونډه اخیستې وه. د دې فارمټ ناستې د اسلامي امارت غړو ته له پخوا مهمې وې او په پوره چمتووالي او لېوالتیا به یې پکې ګډون کاوه.

د مسکو فارمټ لومړۍ ناسته په ۲۰۱۷ د اپرېل ۱۴مه ترسره شوه، چې افغانستان، روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان،تاجکستان،قرغیزستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ جوړه شوې وه. دې ناسته کې د ګډونکوونکو هېوادونو ددې تعارفي غونډې اصلي موخه هم د افغان کړکېچ د ریښو پېژندنه او د حل په موخه یې د ریښو موندنه او د سولې په خبرو اترو کې د طالبانو(اسلامي امارت) د ګډون وده وه. سره له دې چې مسکو واشنګټن ددې غونډې د څارونکي په توګه بللی و، خو واشنګټن له ګډون انکار وکړ. د امریکا د نه ګډون لامل په افغانستان کې د سولې پروسې او سیمه ییز تعامل ته د رسېدني په اړه روسيې سره د نظر اختلاف و. هغه مهال امریکايي چارواکو په افغانستان کې د روسیې د انګېزې او د سولې په خبرو کې د دوی پر ګډون خپله اندېښنه څرګنده کړې وه. تر دې ناستې وروسته امریکا لا محتاط شو او د سولې پروسه یې په خپلو لاسونو کې ونیوله.

ددې لړۍ دویمه ناسته د ۲۰۱۸ ز کال د نومبر په ۹مه نېټه جوړه شوه. ددې ناستې مشرۍ مسکو او کابل کوله او د ۱۲ هېوادونو استازي ورته رابلل شوي وو. یاده غونډه کې  د افغانستان اسلامي امارت سياسي دفتر غړي هم بلل شوي وو. ددې ناستې اجنډا د کابل ادارې او د اسلامي امارت ترمنځ د واټن کمول او د بین الافغاني خبرو اترو پیلول و. که څه هم هغه وخت د کابل رژیم استازو هڅه کوله د اسلامي امارت له غړي شیرمحمد عباس ستانکزي سره مخامخ خبرې وکړي، خو د اسلامي امارت استازي له خبرو اترو نټه(انکار) وکړ. ستانکزي استدلال کاوه، چې باید کابل کې د اشغالګرو امریکایانو او نورو ښکېلاکګرو ټغر ټول شي؛ ترڅو په رښتیني مانا افغانانو ته د خپلمنځي تعامل لاره هواره شي.

درېیمه ناسته د ۲۰۲۱ ز کال د اکتوبر په شلمه نېټه ترسره شوه. دې ناسته کې د اسلامي امارت له لوري د یوه پلاوي مشرۍ ملا عبدالسلام حنفي کوله، چې یاد پلاوی اوسنی د بهرنیو چارو وزارا اوسني سرپرست مولوي امیرخان متقي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوسمهالی سرپرست ملا خیرالله خیرخوا، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد او د صنعت او سوداګرۍ وزارت اوسمهالی سرپرست نور الدین عزیزي بدرګه کاوه. دې غونډه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونوترڅنګ د هند، چین ایران او نورو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه. یاده ناسته کې هم د اسلامي امارت له غړو سره د تعامل پر ډېروالي بحث وشو.

څلورمه ناسته هغه مهال ترسره شوه، چې افغانستان په بشپړه توګه د اسلامي امارت تر توغ لاندې و او د ناټو او امریکایانو ځواکونو هېواد پرېښی وو. دغه ناسته د ۲۰۲۲ ز کال د نومبر په ۱۶ نېته جوړه شوه، چې د روسيې، چين، پاکستان، ايران، هند او د منځنۍ اسیا پینځو هېوادونو ځانګړو  استازو او لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو. همدارنګه د ترکيې، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د مېلمنو په توګه ګډون کړی وو. ګډونکوونکو هېوادونو له اسلامي امارت سره د تعامل پر زیاتوالي، د امریکا له خوا د کنګل شوې پانګې پر ازادېدو، نشه یي توکو له منځه وړلو او د امریکا له خوا افغانستان ته د ور اوښتو زیانونو پر جبران بحث وشو.

د مسکو فارمټ پینځمه ناسته د ۲۰۲۳ ز کال د سپټمبر په ۲۹ نېټه د روسيې د تاتارستان په کازان ښار کې ترسر شوې ده، چې د دې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سر پرست ور دعوت شوی و. په یاده غونډه کې د روسيې،‌ چين، پاکستان، ايران، هند او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو استازو ګډون کړی وو؛ خو د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکيې هېوادونو استازي د ناظرينو په توګه غونډې ته دعوت شوي وو. په غونډه کې د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي ټام ويسټ هم ګډون کړی و.

د مسکو فارمټ شپږمه ناسته چې تازه پای ته ورسېده او د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پکې یوه افغان پلاوي برخه اخیستې وه، خورا ارزښتمنه وه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د افغان استازو ناستو روښانه کړه چې له کابل سره د نړۍ او په ځانګړي ډول د سیمې تعامل په لوړېدو دی. د روسیې رسمي خبري اژانس ټاس ویلي، چې مسکو به ډېر ژر له بندیز سره د مخو ډلو له نوملړه د افغانستان نوم پاک کړي. د چارو کارپوهان وایي، چې دا او ورته ناستې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تعامل ته لا لار هواروي. مسکو ویلي، چې افغانستان ته باید په سیمه کې د یوه مهم اقتصادي او سیاسي شریک په توګه وکتل شي او د لا تعامل زمینه ورته چمتو شوې. دا ډاګیزه ده، چې مسکو تل له اسلامي امارت ته د تعامل لاره هواره کړې او په نړیوال دریځ یې هم افغان استازي منلي دي. سیمې سره ښکېلتیا کولی شي، افغانستان ته هغه حیثیت ورکړي، کوم چې یې جغرافیوي او سټراټيژیک موقعیت ایجابوي.

اړوند خبرونه