د احصايي او معلوماتو ملی ادارې د تېرو کلنو په پرتله هېواد ته د بهرنيو وګړو په تګ او رتګ کې د زياتوالي خبر ورکړی دی.
ياده اداره وايي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳ زره او ۳۲۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د دې ادارې مسوولينو زياته کړې، چې د روان کال په وږي میاشت کې د ۳۳ ښځینهوو په ګډون ۱زر او ۸۰۴ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۱ ښځینهوو په ګډون، ۱زر او ۵۲۴ نور له هېواده وتلي دي.
بلپلو، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې۱زر ۷۶۴ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۳۹ تنه نور د هوايي لیکو له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې ۲۱۲ تنه یې د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه هېواد ته داخل شوي دي.
د د احصايي او معلوماتو ملی ادارې لخوا د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمروز له لارې، د تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل او بلخ نړۍوالو هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي. د ويلو ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسووليت هم پر غاړه لري.