ډېر لوستل شوي

عبدالقهار بلخي: د پاکستان د حکومت او مخالفینو ترمنځ ترینګلتیا سیمه اغېزمنولی شي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن(یکشنبه،تلې ١٥مه) په خپل اېکس د پاکستان د وروستیو حالاتو په تړاو په خپل اېکس اندېښنه ښکاره کړې ده.
ښاغلي بلخي لیکلي: په گاونډي هېواد پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينگلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسیدلې چې دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز لرلی شي.
د اېکس په دې پیغام کې وړاندې لیکل شوي، چې د ولس د مشروع غوښتنو ښه ځواب تفاهم او مذاکرات دي.
بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د پاکستان حکومت او اغېزمنې ادارې باید د زیاتېدونکې نارضایتۍ پر وړاندې معقول چلند وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې لاریونونه او امنیتي پېښو ددې هېواد روان حالات کړکېچن کړي.

اړوند خبرونه