د پوهنې وزارت په غزنې ولايت کې د ۱۰ مېليونه افغانيو په لګښت د دوو ښوونځيو ودانيو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
دې وزارت ويلي، چې د جاغوري ولسوالۍ د کاريز پاتو ښوونځي او د دهيک ولسوالۍ رباط ښوونځي ودانۍ چارې د ۱۰ مېليونه افغانيو په ارزښت بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د مسوولين په خبره، چې د يادو ښوونځيو ودانۍ چارې د پوهنې په برخه کې د يوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ بشپړې شوې. په همدې حال کې، د يادو سيمو استازو له دې چارې خوښي څرګنده کړې او د پوهنې وزارت له مشرتابه يې مننه کړې ده.