ډېر لوستل شوي

ملا حمدالله فطرت: تېرو شلو کلونو کې امریکا زرګونه افغانان شهیدان، ټپیان او بې کوره کړل

له نن څخه پوره ۲۳ کاله وړاندې پر همدې ورځ د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او یو خپلواک نظام یې راوپرځاوه.
د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش وویل، چې دا بریدونه یې د سپټمبر د یوولسمې د غچ اخیستنې په موخه کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد‌الله فطرت په همدې تړاو یوه پیغام کې دا ورځ توره بللې او په وینا یې په دې موده کې امریکایي ځواکونو او ملاتړو یې زرګونه افغانان شهیدان، ټپیان او کډوالۍ ته اړ کړل.
د ښاغلي فطرت په وینا، امریکایانو غوښتل پر افغان خاوره ولکه ټینګه کړي، د افغانانو عقیدې او کلتور له منځه یوسي او پرځای یې د لوېدیځ کلتور عملي کړي.
ملا حمدالله فطرت وړاندې لیکلي: له نن څخه څه باندې درې کاله وړاندې د افغانستان اسلامي امارت واک ته ورسېد، اشغال پای ته ورسېد او پرځای يې ځواکمن اسلامي نظام حاکم شو. په دغه موده کې اسلامي امارت په سیاسي، اقتصادي او نورو بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلي. په تېرو درېیو کلونو له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې پراخې شوي، د صادراتو کچه د تېر په پرتله څو چنده زياته شوې او دغه راز د بنسټيزو پروژو کارونه پيل شوي دي.
یاده دې شي، افغان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو په مټ د اشغال ټغر ټول او پر ځای یې اسلامي نظام رامنځته شو.

اړوند خبرونه