ډېر لوستل شوي

هېواد کې پر انرژۍ پانګونې ته د یوه ترکي شرکت لېوالتیا

د اوبو او انرژۍ وزارات اړوند د انرژۍ معینیت د غونډو سرپرست او د دغه معینیت رییسانو د مرصوص په نوم د یوه ترکي شرکت له مسوولینو سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې د انرژي معینیت د غونډو سرپرست د مرصوص شرکت مسوولینو ته ډاډ ورکړی، چې هېواد کې د انرژۍ په پروژو کې هر ډول همکاري کوي. ددې شرکت مسوولینو هم افغانستان کې د انرژۍ برخه کې پانګونې ته خپله لېوالتیا څرګنده کړه. د یادونې وړ ده، چې مرصوص شرکت د ترکیې هېواد د کارموندنې او سوداګرۍ ټولنې غړیتوب هم لري.

اړوند خبرونه