د امریکا په فلوریډا کې د ملټن په نوم یوه چټک توپان میلیونونه تنه خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.
اوسمهالي ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د مرګ او ژوند پرېکړه د خلکو په لاس کې ده. بایډن د فلوریډا پر اوسېدونکو غږ کړی، چې کورونه تش کړي او ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوئ.
د دغه توپان چټکتیا په ساعت کې ۲۷۰ کیلومتره بلل شوې.
امریکا کې د یوې میاشتې دننه دننه دا دویمه د سمندري توپان څپه ده، چې تجربه کوي یې. تر دې دوه اوونۍ مخکې د هوریکان هېلن په نوم سمندري څپو په فلورېډا، جورجیا، سویلي کارولینا، ویرجینیا او شمالي کارولینا کې لږ تر لږه ۲۲۵ تنه وژلي وو.