د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جوبايډن، ايران د پخواني ولسمشر او د دغه هېواد ولسمشرۍ ته اوسني نوماند ډونالډ ټرمپ او نورو پخوانيو امريکايي چارواکو د وژلو په قصد، تورن کړی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر جوبایډن، ایران ته خبرداری ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ او نورو پخوانیو امریکایي چارواکو د وژلو دسیسې باید ودرول شي.
نوموړي ویلي، چې د ټرمپ پر ضد د ایران هر ډول کړنې ته د جګړې د پیل په سترګه ګوري. پر ایران د ټرمپ د وژلو د هڅو تور وروسته تر هغې پورې شوی، چې امریکا په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د سپاه پاسداران د ” قدس“ څانګې مشر قاسم سلیماني په یو هوایي برید کې وواژه.