د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له غبرګون ورسته، د ايران بهرنيو چارو ورزات هم په بلوچستان کې د ډبرو سکرو پر کان بريد غندلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دغه کان پر کارکوونکو وروستی برید غندلی او دا یې یو “ترهګریز” اقدام بللی دی.
ښاغلي بقایي ویلي، له ترهګرۍ سره مبارزه د سیمې او نړۍ په کچه د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري. د یادونې وړ ده، چې په بلوچستان کې د ډبرو سکرو پر کان د تېرې جمعې برید کې، د درېیو افغانانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او د څلورو افغانانو په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.