ډېر لوستل شوي

لغمان کې د مرستو دوام؛ له څه باندې ۳۰۰ کورنيو سره د نغدي مرستو لړۍ پيل شوه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په لغمان کې له څه باندې ۳۰۰ کورنيو سره د نغدي او د دايمي هستوګنځيو جوړونې په برخه کې د مرستو د پيلېدو خبر ورکړی دی.

د مسوولينو په وينا، د دې مرستو په لومړي پړاو کې هرې کورنۍ ته ۸۴ زره ۶۷۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې چې د کډوالو ریاست په شتون کې به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له لوري وویشل شي.

مسوولين وايي، په دې کې بې وزله، بې ځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ شاملې دي، چې له وړاندې په قرغيه يي او علینګار ولسوالیو کې پېژندل شوې دي. د یادولو ده، چې دغه مرستې د دایمي سرپناه جوړولو لپاره، چې دوه کوټې، یو پخلنځی او یو تشناب پکې شامل دي، ورکول کیږي.

اړوند خبرونه