ډېر لوستل شوي

افغاني سره مياشت: بدخشان کې زرګونه تنو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

د افغاني سرې مياشتې ټولنې په بدخشان کې ۷ زره  او ۴۴۲ تنو ته د روغتايي خدمتونو د برابرولو خبر ورکړی دی.

دې ټولنې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې د بدخشان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یاد شمېر ناروغانو له جملې یې د ۲ زره او ۶۴۴ تنو معاینات او درملنه کړې، ۶۸ تنو ته پانسمان او ۸۰۱ تنو ته يې بېلابېل واکسینونه تطبیق کړي.

د مسوولينو په خبره، اميندوارو ميرمنو ته لازمې روغتیایي مشورې، ۵۳۸ تنو خوارځواکو ماشومانو ته يې د ځانګړو خوراکي توکو د ورکړې ترڅنګ ۱۹۶ مېرمنو ته د کورني تنظیم او ۲۹۰۰ تنو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړى دى. د ويلود ده، چې افغاني سرې مياشتې ټولنې تر دې وړاندې هم يو شمېر نور ولايتونو کې زرګونه ناروغاتو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

اړوند خبرونه