افغاني سرې مياشتې ويلي، چې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه یې د ۳۵ ښوونيز مرکزونو له لارې په ټوليز ډول ۲ زره او ۶۴۵ تنه زدهکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې ښوونيز خدمتونه وړاندې کړي دي.
د يادې ټولنې د مسوولينو په خبره، دغه ښوونيز خدمتونه د ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، د لومړنيو روغتیايي مرستو ترسره کولو او د پېښو له زيانونو څخه د ځان ژغورنې په برخو کې وړاندې شوې دي. د ويلو ده، چې افغاني سرې مياشتې په دې موده کې د يادو خدمتونو تر څنګ، ۵۸ تنه د نوې غړو په توګه جذب کړي هم دي.