ډېر لوستل شوي

د امنیتي ننګونو سربېره اسلام اباد کې شانګهای غونډه جوړیږي

د پاکستان لوړپوړو چارواکو ددې هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای د غونډې د چمتووالي خبر ورکړی دی.
دا غونډه به د اکټوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه ترسره شي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
د پاکستان ځایي مسوولین ددې غونډې د امنیت ټینګښت مسوولیت خپل پوځ ته سپارلی دی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه به په اسلام اباد کې د چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبیکستان د لومړي وزیرانو په شتون کې ترسره کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې لومړي وزیر شهباز شریف د ناستې له ځایه کتنه کړې ده.
پاکستان داسې مهال یاده غونډه کوي، چې دې هېواد کې ناامني او ولسي نارضایتي په پراخېدو ده

اړوند خبرونه