ډېر لوستل شوي

په قطر کې د افغانستان سفير د املاکو فورم دويمه نسخه کې ګډون کړی

په دوحه کې د افغانستان سفارت وايي، چې د دې سفارت سرپرست، ډاکتر نعيم د قطر د بهرنيو چار وزارت په رسمي بلنه د ياد هېواد د “قطر ۲۰۲۴ املاکو فورم؛ دويمه نسخه ” غونډه کې ګډون وکړ.
دې سفارت نن (دوشنبه، تلې۲۳مه) په خپل رسمي اېکس په دغه فورم کې د ښاغلي نعيم د ګډون خبر ورکړی دی.
په دې غونډه کې د د قطر هېواد د حکومتي ادارو پر مسوولينو سربېره په پلازمېنه دوحه کې د مېشتو سفيرانو، نړيوالو سوداګرو او خبريالانو هم ګډون کړی وو.
د ويلو ده، چې په قطر کې د افغانستان سفير تېره ورځ هم په دغه هېواد کې د ترکيې سفارت په رسمي بلنه د يو شمېر هېوادونو د سفيرانو د مخې ښې په مراسمو کې هم ګډون کړي و.

اړوند خبرونه