ډېر لوستل شوي

د کابينې اتمه ناسته؛ هېواد ته د بې‌کيفيته تېلو ورادولو په تړاو خبرې شوې

د رييس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابينې اتمه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې يو پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د اقتصادي کمېټې د طرحې په پام کې نیولو سره هېواد ته د بې‌کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي په تړاو هر اړخېزه ارزونه وکړي.

همدا راز د دې ناستې په لړ کې د کورنيو چارو وزارت يوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې هېواد ته د رکشاوو د واردولو او په ښارونو کې د ګرځېدو اړوند طرحه جوړه او په راتلونکې ناستو کې شريکه کړي. د ويلو ده، چې د کابينې ناسته په منظم ډول کېږي او د مهمو مسئلو په تړاو پکې پرېکړې کېږي.

اړوند خبرونه