ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت له هوايي پوهنتون او هوايي مدافعې قوماندانۍ ارزونه شوې

ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې وزارت ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف رييس مولوي سیدآغا “ابو مقبول” د خپلو څېړنو په لړ کې د مرکزي قطعاتو د هوایي پوهنتون او هوایي مدافعې قوماندانۍ د کارونو ارزونه کړې ده.

د مسوولينو په خبره، د دې ارزونې په لړ کې ښاغلي “ابومقبول” له مسوولينو سره د اسلامي نظام په مسلکي کېدو او ولس ته په هر ډول خدمت کولو ټينګار کړی دی. همدا راز په ياده ليدنه کې د ستر درستيز عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف رييس د فکري او پوځي جګړې توپيرونه بيان کړي او مجاهدين يې اخلاص او د مشرانو اطاعت ته راوبلل.

اړوند خبرونه