ډېر لوستل شوي

حسن کاظمی قمي: ايران په هر ډول حالاتو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی

د کډوالو او راستنېدونکو چار وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست خليل‌الرحمن حقاني په کابل کې د ايران له سفير حسن کاظمي قمي سره کتلي دي.

ښاغلي قمي په دې ناسته کې ويلي، چې ايران په هر ډول حالاتو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

نوموړي زياته کړې، چې په ايران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه بې ځايه دي او هېواد یې د کډوالو ټولو حقونو ته رسېدنه کوي. په دې ناسته کې ايران ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوه پلاوي پر سفر هم هوکړه شوې، چې هلته د مېشتو افغان کډوالو ستونزې له نږدې وڅارې او له ايراني چارواکو سره يې د حل په موخه خبرې اترې وکړي.

اړوند خبرونه