ډېر لوستل شوي

ایراني ځواکونو لسګونه افغان کډوال شهیدان کړي

د ایران حال وش اژانس د ایران په سرحدي سیمه کې د لسګونو افغان ځوانانو د شهادت خبر ورکړی دی.

پر دغو کډوالو د سراوان په کلګان سیمه کې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا ډزې شوي، چې ډېری یې شهیدان شوي.

ویل کیږي، چې په دغو ټولټال ۳۰۰ افغان کډوالو کې له شاوخوا ۵۰ تنو پرته نور ټول قرباني شوي.

تر اوسه ددې برید په تړاو افغان او ایراني چارواکو رسمي څه نه دي ویلي. دغه برید په داسې حال کې کیږي، چې پرون په کابل کې د کډوالو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي له کډوالو سره هر ډول ظلم او ناسم چلند تشې اوازې بللې وې.

اړوند خبرونه