ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح الله مجاهد: ایران کې د شوې پېښې په تړاو بېلابېل ارګانونه پلټنې کوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن ماښام(چهارشنبه، تلې ۲۵مې) په خپل اېکس ایران کې د لسګونو افغانانو د شهادت موضوع ته په اشارې ویلي، چې د اسلامي امارت بېلابېل ارګانونه او ډپلوماټیکې استازولۍ په دې تړاو پلټنې او څېړنې کوي.
ښاغلي مجاهد لیکلي چې تر کره مالوماتو وروسته به لازمې پرېکړې وشي.
د یادونې وړ ده، د ایران په سراوان کې ایراني ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي، چې شاوخوا ۳۰۰ تنه یې په شهادت رسولي دي.
یاده پېښه د خواله رسنیو افغان کاروونکو هم غندلې او د پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

اړوند خبرونه