ډېر لوستل شوي

نایجریا کې د ټانکر چاودنې تر ۲۰۰ زیات مړه او ټپیان کړل

نړیوالو رسنیو د نایجریا په جیګاوا ایالت کې د یوه ټانکر د چاودنې له کبله د شاوخوا ۲۰۰ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د لومړنیو مالوماتو له مخې، دې پېښه کې نږدې ۱۵۰ تنه مړه او ۷۰ نور ژوبل دي، چې ټول یې ملکیان دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې یو ټانکر له یوه کوچني موټر سره ټکر وکړ او خلکو د تېلو د غلا په موخه ګڼه ګوڼه جوړه کړه.

د نایجریا ولسمشر کاشیم شټیما پر دې پېښې ویر څرګند کړی او ویلي یې دي، د هغو کورنیو لپاره دردمن دی چې دې پېښه کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي. نایجریا د افریقا لویې وچې په لوېدیځ کې پروت ګڼې مېشته هېواد دی.

اړوند خبرونه