ډېر لوستل شوي

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله فرمان؛ هېڅوک د بې‌ نمبرپلېټه موټرو ګرځولو حق نه‌لري

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې د اسلامي امارت د زعیم عاليقدر اميرالمؤمنين د فرمان او د ياد وزارت د سرپرست خليفه سراج‌الدين حقاني له هدايت سره سم، هېڅوک د بې ‌نمبرپلېټه موټر د ګرځولو حق نه‌لري.

ښاغلي قانع دا خبر نن (پنج‌شنبه، تلې۲۶مه) په خپل اېکس ورکړی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړې، چې د امنيتي ځواکونو پوستو ته امر شوی، چې د بې‌نمبر پليټه موټرو د موټرو تورې ښیښې سپينې او غیر قانوني هارونونه یې لیرې کړي.

نوموړي همداراز ویلي، چې په تېر يوه کال کې د ۳ زره او ۵۰۰ موټرو تورې ښیښې سپینې شوې دي. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم په ټولنه کې د امنيت او نظم ساتلو هڅې کړې دي.

اړوند خبرونه