د جوزجان ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له ګاونډيو هېوادونو څخه ۳۵ جبري راستنو شويو افغان کډوالو ته د حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلی، دا پروګرام د ځينو همکارو بنسټونو په ملاتړ چې د ځانګړو استادانو له لوري ورته شپږ مياشتې زدهکړې ورکول کېږي، پيل شوی دی.
په دې تخنيکي او حرفوي زدهکړو کې د مبايل ترميم او کيک پخول، شامل دي.
د ويلو ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم يو شمېر راستنو شويو افغان کډوالو ته د ورته پرګرامونو برابرولو خبر ورکړی و.