ډېر لوستل شوي

د یحیی سنوار د شهادت ګنګوسې؛ د صهیونیست رژیم ادعا حماس او ازادو رسنیو نه ده منلې

صهیونیستي رژیم او عبري رسنۍ پرلپسې د حماس جهادي غورځنګ د مشر یحیی سنوار د شهادت ادعا کوي، خو د یاد رژیم ادعا لا هم حماس، ازادو رسنیو او نورو بنسټونو نه ده منلې.
د اسراییلو ۱۲ چینل ویلي، چې یحیی سنوار یې د رفح ښار په تل السطان سیمه کې په نښه کړی دی.
د اسراییلو د پوځ راډیو په یوه بیان کې ویلي، چې سنوار د صهیونیستي رژیم سره په نښته کې شهید شوی دی.
که څه هم د صهیونیستي رژیم کابینې ته د یحیی سنوار د شهادت خبر اورول شوی، خو د اسراییلو ۱۲ کانال ویلي، چې د یحیی سنوار هم‌څېره کس ترور شوی. دغه کانال همدارنګه ویلي، چې د سنوار د شهادت شونتیا ډېره ده.
د حماس جهادي غورځنګ لا هم د خپل مشر په تړاو رسمي څه نه دي ویلي او نه هم ازادو رسنیو د نوموړي د شهادت پخلی کړی دی.
یحیی سنوار د شهید اسماعیل هنیه ځایناستی دی او د حماس یو له پیاوړو او مدبرو شخصیتونو ګنل کیږي.

اړوند خبرونه